د ښکار پور دروازې سړک د لومړي فاز د بشپړېدلو هڅي جريان لري .

web_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۶ - ۹:۲۳
بيار رغونه

سه شنبه ٢۶ / ١٠ / ١٤٠٢ ه ش کال

کندهار ښاروالۍ د ښکار پور دروازې سړک د لومړي فاز د پاته برخي د قيريزۍ کولو چاري راپيل کړي دي.

دغه سړک چي د يخ کاريز او کرز دوه لاري څخه شروع بيا د کرز تر پله پوري غځيدلي دي تقريباً ( ٢٧٢٠ ) متره اوږدوالۍ او لومړئ فاز يې ( ١١ ) متره بردوالۍ لري.

په داسي حال کښي يې د لومړي فاز کارونه بشپړ کيږي چي د دوهم فاز رغنيزي چاري يې هم تقريباً ( ٥٥ ) فيصده بشپړي سوي دي او ډېر ژر به د دغه مهمي او اساسي لاري رغنيزي چاري بشپړي سي او د ترافيکو پر مخ پرانيستل سي.

بيا رغونه

دغه مهمه او اساسي لاره چي د کلونو کلونو راهيسي ورانه او ويجاړه وه او ددې لاري تلوونکي کسان يې له سخت مشکل سره مخامخ کړې وه، کندهار ښاروالۍ يې د رغولو چاري راپيل کړي او ډېر ژر به يې ټولي رغنيزي چاري بشپړي سي

د ذکر سوي مهمي او اساسي لاري په رغولو سره د همدې لاري تلوونکو کسانو زياته خوښي وښودل او د ښاروالۍ ددغه مهم او اساسي ګام څخه يې ځانګړې مننه وکړل.

 

په درنښت

د کندهار ښاروالۍ د  ويب سايټ مديريت

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

د ښکار پور دروازې سړک د لومړي فاز د بشپړېدلو هڅي جريان لري .