کندهار ښاروالۍ د ښار په ۷ ناحيه، ۴ ګذر کښي د ۴ کوڅو د کانګريټ کولو چاري راپيل کړي دي!

web_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۷ - ۹:۳۳
بيارغونه

چهار شنبه ۲۶ / ۱۰ / ۱۴۰۲ ه ش کال

کندهار ښاروالۍ د خپلو پراخو انکشافي او پرمختیايي فعالېتونو په جریان کښي داځل د ښار په ۷ ناحيه، ۴ ګذر کښي د ۴ کوڅو د کانګريټ کولو چاري راپيل کړي دي.

یادي کوڅې د مختلفو عرضونو په درلودولو سره تقريبا ( ۷۲۸ ) متره اوږدوالۍ لري، چي یوه نیمه مياشت مخکي ئې رغنیزي چاري راپيل سوي دي او پاته کارونه به ئې د دوو مياشتو په موده کښي بشپړ سي.

بيا رغونه

په دغه رغنيزه پروژه کښي هره ورځ ( ۶۰ ) کسانو ته د کار کولو زمينه برابره سوې ده چي ( ۹ ) کسان په مسلکي ډول او ( ۵۱ ) کسان په غيري مسلکي ډول په کار کولو بوخت دي.

د دغه کوڅو په اساسي ډول رغولو سره د همدې سيمي اوسېدونکو زياته خوښي وښودل او د کندهار ښاروالۍ څخه ئې ځانګړې مننه وکړل.

 

په درنښت

د کندهار ښاروالۍ د  ويب سايټ مديريت

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

کندهار ښاروالۍ د ښار په ۷ ناحيه، ۴ ګذر کښي د ۴ کوڅو د کانګريټ کولو چاري راپيل کړي دي!