د کندهار ښار په ۱۲ ناحيه، ۵ ګذر کښي د کوڅې کانګريټ کولو کار جريان لري!

web_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۹ - ۱۳:۵۷
بیارغونه

دو شنبه ۸ / ۱۱ / ۱۴۰۲ ه ش کال

کندهار ښاروالۍ د خپلو پراخو انکشافي کارونو په لړ کښي داځل د ښار په ۱۲ ناحيه، ۵ ګذر کښي د (۲) چریو په شمول د یوې کوڅې د کانګریټ کولو چاري په اساسي توګه راپیل کړي دي.

دغه کوڅه چي تقريباً ۳۱۵ متره اوږدوالۍ، او ۸ متره بردوالۍ لري څو ورځي مخکي يې د رغولو چاري راپيل سوې او پاته کارونه به يې د څلور نيمو مياشتو په موده کښي بشپړ سي.

په دې ستره او رغنیزه پروژه کښي هره ورځ (۹۰) کسانو ته د کار کولو زمینه برابره سوې ده، چي (۸) کسان په مسلکي توګه او (۸۲) کسان په غیر مسلکي توګه په کار کولو بوخت دي.

د همدغي کوڅې او چریو په رغولو سره د يادي سيمي خلګو زياته خوښي و ښودل او د کندهار ښاروالۍ څخه ئې ځانګړې مننه وکړل.

په درنښت

د کندهار ښاروالۍ

د ويب سايټ مديريت

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

د کندهار ښار په ۱۲ ناحيه، ۵ ګذر کښي د کوڅې کانګريټ کولو کار جريان لري!