کندهار ښاروالۍ په ۷ ناحيه، ۶ ګذر کښي د یوې کوڅې د جوړولو چاري راپیل کړي دي!

web_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۲ - ۹:۳۱
بيارغونه

يکشنبه ۲۲ / ۱۱ / ۱۴۰۲ ه ش کال

کندهار ښاروالۍ د خپلو پرمختیايي او انکشافي فعالېتونو په لړ کښي داځل د ۷ ناحیې اړوند په ۶ ګذر کښي د یوې کوڅې د جوړولو چاري په اساسي توګه راپیل کړي دي.

یاده کوڅه چي اوس مهال ئې د کیندل کارۍ چاري رواني دي، تقریباً ۶۰۰ متره اوږدوالئ او ۹ متره بردوالئ لري، چي نهه ورځي مخکي ئې رغنیزي چاري راپیل سوي او پاته کارونه به ئې د ۳ میاشتو په موده کښي بشپړ سي.

په دغه بنسټیزه پروژه کښي اوس مهال ۶۵ کسانو ته د کار کولو زمینه برابره سوې ده، چي ۸ کسان ئې په مسلکي توګه او ۵۷ کسان په غیري مسلکي توګه په کار کولو بوخت دي.

ددغي کوڅې په جوړولو سره د سيمي خلګو زياته خوښي و ښودل او د کندهار ښاروالۍ څخه ئې ځانګړې مننه وکړل.

په درنښت

د کندهار ښاروالۍ

د ويب سايټ مديريت

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS