د کندهار ښاروالۍ د تنظیف کارونه د ښار په ټولو ناحيو کښي په منظم ډول جريان لري!

web_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۴ - ۹:۵۹
د کثافاتو انتقال

سه شنبه ۲۴ / ۱۱ / ۱۴۰۲ ه ش کال

د کندهار ښاروالۍ اړوند د تنظیف عمومي مدیریت له لوري د ښار د نورو ناحيو ترڅنګ دڅلورمي او لسمي ناحیو اړوند په بیلابیلو ګذرونو کښي د چریو د پاکارۍ او کثافاتو د انتقال چاري په خورا چټکۍ سره رواني دي.

د کندهار ښاروالۍ اړوند د تنظیف عمومي مدیريت تل هڅه کړې، چي د پاک چاپیریال په رامنځ ته کولو کښي د ښار و ټولو برخو ته پر وخت رسیده ګي وکړي؛ ترڅو چټل او خراب کثافات راټول او بیا د موټرو په توسط له ښاره لیري ټاکل سوو ځایونو ته انتقال کړي.

درنو ښاریانو!

پاکي او نظافت د ایمان یوه برخه ده، اړینه ده، چي ټول دیني لارښونو او ټولنیزو اخلاقو ته په کتو په دې برخه کښي خپله ونډه اداء کړو، څو د یوه پاک او زرغون ښار شاهدان و اوسو

په درنښت

د کندهار ښاروالۍ

د ويب سايټ مديريت

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

د کندهار ښاروالۍ د تنظیف کارونه د ښار په ټولو ناحيو کښي په منظم ډول جريان لري!