کندهار ښاروالۍ په نهمه ناحيه، دولسم ګذر کي د درو کوڅو د رغولو چاري راپيل کړي دي!

web_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۹ - ۹:۲
بيا رغونه

 

کندهار ښاروالۍ د خپلو پراخو او انکشافي کارونو په لړ کي دا ځل د نهمي ناحیې اړوند په دولسم ګذر کي د یوې چرۍ په شمول د دروو کوڅو د کانګریټ کولو چاري په اساسي او معیاري توګه راپیل کړي دي.

د ټاکل سوي او منظم پلان مطابق په یاده پروژه کي د یوې کوڅې د کیندل کارۍ ترڅنګ اوس مهال د دوو کوڅو د کانګریټ کولو چاري په ښه توګه جریان لري.

په دغه پروژه کي ۳ کوڅې او یوه چرۍ هم شامله ده، چي په ټولیزه توګه ۵۸۰ متره اوږدوالۍ لري او ساحو ته په کتو د مختلفو عرضونو سره په اساسې توګه کانکریټ کېږي.

همدارنګه ددې کوڅو رغنیزي چاري یوه میاشت مخکي راپيل سوي او پاته کارونه به ئې د درو مياشتو په موده کي بشپړ او ګټي اخیستني ته وسپارل سي.

په دغه انکشافي پروژه کي اوس مهال ۱۷۵ کسانو ته د کار کولو زمينه برابره سوې ده چي ۲۰ کسان په مسلکي ډول او ۱۵۵ کسان په غيري مسلکي ډول کار کوي.

د همدغه کوڅو په رغولو سره د همدې سیمي خلګو زياته خوښي وښودل او له کندهار ښاروالۍ څخه ئې ځانګړې مننه وکړل

په درنښت

د کندهار ښاروالۍ

د ويب سايټ مديريت

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

کندهار ښاروالۍ په نهمه ناحيه، دولسم ګذر کي د درو کوڅو د رغولو چاري راپيل کړي دي!