کندهار ښاروالي په شپږمه ناحيه، اول ګذر کي ديوې کوڅې او يو پياده روو د اساسي رغولو چاري راپيل کړې!
کندهار ښاروالۍ په شپږمه ناحيه، اول ګذر کي د ډنډ څلور لاري ختيځ طرف ته د ايران قونسلګرۍ شاته د يوې کوڅې او يو پياده روو د اساسي رغولو چاري راپيل کړې.
په ياده پروژه کي د ۲۹۰ متره په اوږدوالي او ۴ متره بردوالي سره د کوڅې رغول او د ۳۶۰ متره په اوږدوالي او درې نيم متره بردوالي سره د پياده روو رغول شامل دي.
دغه رغنيزه پروژه چي څو ورځي مخکي يې د رغولو چاري راپيل سوي دي هره ورځ پکښي ۴۵ کسانو ته د کار کولو زمينه برابره سوې ده چي ۵ کسان په مسلکي ډول او ۴۰ کسان په غيري مسلکي ډول کار کوي.
د همدې پروژې چي ټول کارونه به يې د دوو مياشتو په موده کي بشپړ سي د سيمي خلګو يې په تطبيق کولو سره زياته خوښي وښودل او دکندهار ښاروالۍ څخه ئې ځانګړې مننه وکړل.