د کندهار ښار په ديارلسمه ناحيه کي د ۸۵۰ متره کانال د رغولو چاري راپيل سوې!

web_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۶ - ۹:۴۴
تنظيف

کندهار ښاروالۍ داځل د ښار په ديارلسمه ناحيه، پنځم ګذر کي د ميرزا احمد خان په کلاچه کي د يو بل مهم کانال او دوو پلچکانو د اساسي رغولو چاري راپيل کړې.

دغه کانال ۸۵۰ متره اوږدوالی، د ديوالونو په شمول ۴ متره بردوالی او د دوه متره په جګوالي سره په اساسي او معياري ډول رغول کيږي.

د دغه مهمي پروژې د رغولو چاري اوس فعلا راپيل سوې او پاته کارونه به يې د ۵ مياشتو په موده کي بشپړسي.

په ياده رغنيزه پروژه کي هره ورځ ۷۰ کسانو ته د کار کولو زمينه برابره سوې ده چي ۱۰ کسان په مسلکي ډول او ۶۰ کسان په غيري مسلکي ډول کار کوي.

د يادوني وړده چي دغه کانال د ميرزا احمد خان کلا چي د وروستۍ برخي څخه شروع بيا د زابر تر غاړي پوري رغول کيږي.

د همدې مهم کانال په رغولو سره د سيمي خلګو زياته خوښي وښودل او دکندهار ښاروالۍ ددې مهم ګام څخه ئې ځانګړې مننه وکړل.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

د کندهار ښار په ديارلسمه ناحيه کي د ۸۵۰ متره کانال د رغولو چاري راپيل سوې!