په کندهار ښاروالي کي د ۱۴۰۳ مالي کال د دریمي ربعي دترسره سوو فعالېتونو او لاسته راوړونو معلوماتي غونډه ترسره سوه

web_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۲ - ۱۳:۵۷
ادارۍ مجلس

د کندهار ښاروالۍ د غونډو په تالار کي د ۱۴۰۳ مالي کال د دریمي ربعي (میزان، عقرب، قوس) میاشتو د ترسره سوو فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه معلوماتي غونډه جوړه سوه.

په دې غونډه کي دکندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ رئیس حاجي تحویلدار اکا، تخنیکي او مسلکي رئیس مولوي نورالباقي خادم، د ښاروالۍ حقوقي مشاور، تخنیکي او مسلکی آمر، دکندهار ښاروالۍ آمرینو، مدیرانو، علماء کرامو، متنفذینو، د ناحیو ګذر وکیلانو او ځوانانو ګډون درلود.

غونډه د قران کریم په تلاوت پیل سوه، ورپسې د شفافیت او حساب ورکولو مدیر د حساب ورکولو او شفافیت پر ارزښت تفصیلي خبري وکړې.

ورپسې د ښاري حکومتولۍ ریاست په استازیتوب د پلان مدیر د دریمي ربعي اړوند د یاد ریاست دفعاليتونو، لاسته راوړنو او کړنو مفصل معلومات د سمینار له لاري له درنو برخه والو سره شریک کړل.

وروسته د یادي غونډي په جریان کي د عوایدو او محاسبې آمر د پېشبیني سوو عوایدو، راټول سوو عوایدو، تدارکاتي او اداري چارو اړوند تفصیلي معلومات وړاندي کړل.

همدارنګه، تخنیکي او مسلکي آمر له لوري د دریمي ربعي په ترڅ کي د پرمختیايي پروژو، انکشافي چارو، ښاري نظم، تنظیف او سرسبزۍ د فعالیتونو په اړه معلومات له برخه والو سره شريک کړل.

غونډي ته راغلو مسؤلینو، علماوو، متنفذینو، ځوانانو او ګذر وکیلانو د خپلو ناحیو په استازیتوب خپلي ستونزي، غوښتني، پوښتني او وړاندیزونه له مسؤلینو سره مطرح کړل او د ښاروالۍ اړوندو مسؤلینو د هغوی پوښتنو ته تفصیلي جوابونه ورکړل او د ستونزو د حل ډاډ ئې ورکړ.

یادونه: دکندهار ښاروالۍ د حساب ورکولو په موخه د مالي کال په اوږدو کي د هري ربعي له پای ته رسېدو سره سم، د خپلو دریو ریاستونو د فعالیتونو او لاسته راوړنو معلوماتي غونډي ترسره کوي

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

په کندهار ښاروالي کي د ۱۴۰۳ مالي کال د دریمي ربعي دترسره سوو فعالېتونو او لاسته راوړونو معلوماتي غونډه ترسره سوه