کندهار ښاروال: کندهار ښاريان بايد ځينو ټکو ته جدي پاملرنه وکړي!

Anonymous (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۲۳ - ۱۲:۴۶
kandahar distract 14

کندهار ښاروال:
کندهار ښاريان بايد ځينو ټکو ته جدي پاملرنه وکړي!
یکشنبه/۲۲- جدي - ۱۳۹۸
د کندهار ښاروال او د کندهار ښاروالي د اضطراري خدماتو کمېټې د رئيس انجنير محمد رفيع حيات په مشرۍ په کندهار ښار کي د سېلابونو د احتمالي زيانونو د مخنيوي په موخه بېړني خدمات له وقفې پرته له تېرو شاوخوا دېرشو ساعتونو راهيسي دوام لري.
کندهار ښاروال د کندهار ښار له بااحساسه اوسېدونکو او امنيتي ځواکونو څخه مننه کوي چي له کندهار ښاروالي سره يې د ښاريانو د ژغورنيزو خدماتو په ښه توګه پر مخ وړلو او له خپل اسلامي او ملي مسؤليت سره سم يې د خپلو هيوادوالو د ژوند په ژغورلو کي مرسته کړې ده. کندهار ښاروال وايي، خوښ دی چي په کندهار کي د اړتيا پر مهال د خلکو د لاسنيوي احساس فوق العاده ډېر دی، خو ښاروال وايي هيله لري چي کندهار ښاريان له دغو سېلابونو څخه عبرت واخلي او په راتلونکي کي د کندهار ښاروالي د هغو خبرداريو ته جدي پاملرنه وکړي چي د دا ډول سېلابونو پر مهال د زيانونو د کچي د کمېدو په خاطر يې ښاريانو ته ورکوي.
ښاروال انجنير محمد رفيع حيات پر کندهار ښاريانو په ډېر درناوي ږغ کوي چي د اوبو مسيرونه ايله کړي، په پاتاوونو کي کثافات و نه غورځوي، د پلاسټيکي کڅوړو استعمال تر ممکنه حده کم کړي او دغه راز په غيرپلاني توګه د رهايشي او تجارتي ودانيو له جوړولو څخه جداً ډډه وکړي. ښاغلی حيات وايي، د کاناليزاسيون نشتوالی د کندهار ښار بنسټيزه ستونزه ده او دا ستونزه يې په وار وار له نړيوال بانک سره ياده کړې ده. ښاروال وايي، د کندهار ښاروالي له خوا د ژغورني روان خدمات به تر هغو دوام کوي، څو چي حالات بيرته عادي کېږي او د زيانونو خطر يو مخ له منځه ځي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

کندهار ښاروال: کندهار ښاريان بايد ځينو ټکو ته جدي پاملرنه وکړي!