د وظيفوي ثبات د تأمين په موخه خالي بستونه اعلان ته سپارل کېږي

Anonymous (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۱۳ - ۱۵:۳۰
kandahar Municipality

يک شنبه/ ۱۳- سلواغه – ۱۳۹۷
د سيمه ييزو ارګانونو ادارې د ښارواليو معينيت د اداري چارو، عوايدو او محاسبې رئيس محمدامين توخي د وظيفوي ثبات پر تأمينولو ټينګار وکړ او ويې ويل چي دغه چاره د خدماتو په چټکتيا کي مرسته کوي.
ښاغلي توخي نن د کندهار ښاروالي له آمرينو او مديرانو سره د کتني پر مهال دا څرګندوني کولې. د دغي کتني پر مهال د کندهار ښاروالي د اداري چارو، عوايدو او محاسبې رئيس عزيزاحمد خالد او تخنيکي او سکټوري رئيس احمر ويسا هم حاضر وو.
ښاغلي توخي وويل، ټول خالي بستونه بايد اعلان ته وسپارل سي، څو وظيفوي ثبات رامنځ ته سي او د خدماتو ګراف لوړ سي. دغه راز ښاغلي توخي وويل، ټول خدماتي؛ په ځانګړي ډول د تنظيف مديريت پرسونل بايد په اړوند برخو کي کار وکړي. ښاغلي توخي زياته کړه چي له ماليې وزارت سره يې خبري کړي، ډېر ژر به د کندهار ښاروالي د دخولي دروازو پاته عوايد هم د ښاروالي بانکي حساب ته انتقال کړل سي. نوموړي وويل، ښاروالانو ته د ورکول سوو مالي صلاحيتونو ارزونه به هم کېږي. ده وويل، د خصوصي مشارکت نوې مقرره هم تصويب سوې، ژر ده چي عملي کړل سي.
ښاغلي توخي د ښاري انضباطي قطعې پر جوړولو هم ټينګار وکړ، ويې ويل چي کندهار ښاروالي دي د طرزالعمل مطابق دغه قطعه جوړه کړي او اړتيا ته په پام سره دي يې تشکيل زيات کړي. ده د ښاروالي د مسلکي او تخنيکي پرسونل د تشکيل زياتولو اړتيا ته هم اشاره وکړه او ويې ويل چي ښاروالي کولای سي د هغوی تشکيل له اړتيا سره سم پېشنهاد کړي.
ښاغلي توخي د مالي مديريت په واحد سيسټم کي د املاکو د شاملولو موضوع ته په اشاره وويل چي دغه چاره به له ښاروالي سره په شفافه توګه د عوايدو په راټولولو کي مرسته وکړي.
د اداري چارو، عوايدو او محاسبې رئيس دا هم وويل چي د کندهار ښاروالي ټولي اداري او مالي چاري به وارزوي او د ستونزو د هوارولو له پاره په ګډه اقدام وکړي. ده وويل، د هيواد په نورو لويو ښارواليو کي د پور ستونزه شتون لري، خو له نېکه مرغه کندهار ښاروالي دا ډول ستونزه نه لري.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS