کندهار ښاروالي په کندهار ښار کي بنیادي بیارغونه کوي

Anonymous (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۴/۳ - ۸:۲۲
Kandahar Municipality
د کندهار ښاروالي د متوازن انکشاف په اساس د ښار د نهمي ناحیې اړوند په ودان ګذر کي د سړکونو د جوړولو چاري را پيل کړي دي تر څو د سیمي خلګو او عامو ښاریانو ته ښاري خدمات محیا سي.
د ودان ګذر دکوڅو ۵ سړکونه چي لومړی سړک د ۱۸۹ متره په طول او د ۷،۹۰ متره په عرض، دوهم سړک د همدې ګذر د ۴۵۴متره په طول او ۱۵،۵۰ متره په عرض سړک دی، دریم سړک په همدې ګذر کي د ۱۳۶ متره په طول او ۷،۶۵ متره په عرض دی، دهمدې ګذر څلورم سړک چي د ۸۷ متره په طول او ۷،۹۰ متره په عرض دی او پنځم سړک د همدې ګذر د ۴۲متره په طول او ۷،۶۵ متره په عرض دی، دوه پلچکان چي یو پلچک د۱۳،۴۰ متره په طول او ۸ متره په عرض دی او بل پلچک هم د۱۱،۹۰متره په اوږدوالي او ۸ متره په عرض جوړیږی او ورسره په څنګ کښي د همدې سړکونو څخه د دوهمي کوڅې د سړک چرۍ چي ۱۰۰ متره په اساسي او تخنیکي توګه سره جوړیږي او د نورو کوڅو د سړکونو چرۍ جوړي سوي دي.
په دې سره به د یادي ناحیې خلګو او عامو ښاریانو ته هغه ستونزي حل سوي وي کوم چي مخکي یې درلودلې او دوی په دې ساحه کي د کندهار ښاروالي څخه د بیارغوني د پیل غوښتنه درلودله، کندهار ښاروالي ژمنه ده د ښار په پنځلسو ناحیو کي ښاریانو ته ښاري اسانتیاوي رامنځته کړي ولي د ښاریانو څخه یې غوښتنه همداده چي د ښاروالي د پلانونو په عملي کولو کي د خپلي ښاروالي ملاتړ وکړئ.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

کندهار ښاروالي په کندهار ښار کي بنیادي بیارغونه کوي