د کندهار ښاروالي د دو اونیو په جریان کي د ښار د ۱۵ ناحیو څخه ۱۸۵۲ متره مکعبه کثافات انتقال کړي دي
د کندهار ښاروالي د تنظیف مدیریت د ښار په اړوندو ناحیو کي ۱۰۵ کېلومتره چرۍ پاکي کړي او تر څنګ یې د ښار د عمومي سړکانو پاکاري کړې ده.
د کندهار ښاروالي د تنظیف مدیر حبیب الله بشردوست وایي پلان لري د ښار د پاکوالي په خاطر په نژدې ورځو کي د جامدو کثافاتو عمومي حشر وکړي او هغه ساحې کوم چي اوس یې د کثافاتو حجم زیات دی، کوښښ کوي تر خپل پوښښ لاندي راولي.
د ښاغلي بشردوست په خبره د ښار په پاک ساتلو کي د ښاریانو ونډه مهمه ده هغه په دې برخه کي د ښاریانو همکاري وغوښتل.