کندها ښاروال: موږ د ښاریانو خادمان یو خپلو معززه ښاریانو ته ښاري سهولتونه برابرو

Anonymous (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۹/۴/۲۶ - ۸:۲۲
Kandahar Municipality

کندهار ښاروال انجنیر محمد رفیع حیات وایي د کندهار ښاروالي په ټولو رغنیزو پروژو کي کندهار ښاریانو ته د کار کولو زمینه برابروي، د ښار په پرمختیایي برخه کي په اساسي توګه سره د ښاریانو ستونزو ته رسیده ګي کوي او هم د ښاروالي د پلانونو په تطبق کي د ښاریانو همکاري غواړي تر څو د ښاریانو په همکاري سره کندهار ښار په هره برخه کي د پرمختیایي خدماتو څخه برخمن ښار وي.

کندهار ښاروال پر داسي مهال یادي څرګندوني کوي چي نژدې د ښار په ټولو برخو کي د کندهار ښاروالي لخوا رواني پرمختیایي چاري د ښاریانو لپاره اساسي ضرورتونه رفعه کوي.

چي پر همدې اساس د ښار د ۸ ناحیې اړوند په ملت ګذر (پنجاو ویالې) څنګ کي د ۵۰۰ متره په طول ۸ متره په عرض د یوه سړک د جوړېدو چاري راپيل کړي چي ددې سړک په څنګ کي اوس عملأ د ۵۰۰ متره چرۍ د جوړېدو چاري رواني دي په دې پروژه کي ۲۰۰ دانې سلبونه هم شامیل دي او هم د ۵۰۰ متره په اوږدوالي استېنادي دېوال او دوه پلچکه چي یو پلچک د ۸،۶ متره په طول او ۱متر په عرض دی او دوهم پلچک هم د ۸،۶ متره په طول او ۱متر په عرض جوړیږي چي ددې پروژې په بشپړېدو سر ه به ددې ساحې اوسېدونکو او کندهار ښاریانو ته بهتره ښاري سهولتونه محیا سوي وي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

کندها ښاروال: موږ د ښاریانو خادمان یو خپلو معززه ښاریانو ته ښاري سهولتونه برابرو