د يکلينګ سړک د جوړولو چاري پيل سوې

Anonymous (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۹/۵/۲۷ - ۱۲:۲۹
Kandahar municipality

د کندهار ښار د اوومي ناحيې د يکلينک سړک د اساسي جوړولو کار نن رسماً د کندهار والي او کندهار ښاروال له خوا پرانيستل سو.

کندهار والي حيات الله حيات په کندهار ښار کي د ښاري پانګوني پروګرام/CIP د پيلولو له امله کندهار ښاروالي وستايله او هيله ئې څرګنده کړه چي د دغه پروګرام تر چتر لاندي به په کندهار ښار کي مهمي انکشافي پروژې پلي سي. کندهار والي د يکلينيک سړک جوړولو پروژه بنسټيزه وبلله او د کندهار په ځانګړي ډول يکلينګ خلکو ته ئې د پيلېدو له امله مبارکي وويل.

ښاغلي حيات وويل ولايتي اداره او کندهار ښاروالي هڅه کوي چي لومړيتوبونو ته په پام سره د کندهار ښار ټولو سيمو کي په تدريجي ډول دا رنګه بنسټيز خدمات عرضه کړي.

کندهار ښاروال انجنير محمد رفيع حيات د پروژې پرانيستني پر مهال وويل: دا سړک ۱۷۰۰ متره اوږدوالی او له ۱۰-۱۲ مترو بر لري، ښاغلي حيات وويل د سړک دواړو غاړو ته د نيم متر په عرض چرۍ، د ۱۸۰۰ مترو په اندازه پياده رو او د ضرورت په اندازه پلچکان هم جوړېږي.

ښاروال وويل دا پروژه د ښاري پانګوني پروګرام (CIP) له لاري د نړيوال بانک په مرسته د پنځه څلوېښت مليونه اته سوه اوولس زره يو سل او پنځوس (۴۵۸۱۷۱۵۰) افغانيو په لګښت د اوو مياشتو په موده کي پلې کېږي.

ښاروال وويل په دې پروژه کي ۸۹۸ تنه مسلکي او ۱۷۹۶ تنه غير مسلکي کاريګر کار کوي همدارنګه ښاروال زياته کړه چي له دې پروژې څخه په مستقيمه توګه ۹۳۳ کورنۍ او په غير مستقيمه توګه خورا ډېري کورنۍ/ کسان ګټه ترې پورته کوي.

کندهار ښاروال وويل د کندهار ښاروالي مکلفتيا او ژمنتيا دا ده چي د کندهار ښار هري ګوښې ته په متوازن ډول خدمات ورسوي، خو زياته ئې کړه چي د کرونا له امله د کندهار ښاروالي عوايد خورا کم سول چي له امله ئې د ښاروالي خدمات هم نسبتاً پيکه سوي وو. خو ښاروال د خوښۍ په څرګندولو وويل، اوس شرائط بيرته د عادي کېدو خوا ته روان دي او کندهار ښاروالي تمه لري چي د خپلو انکشافي خدماتو ګراف لوړ کړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

د يکلينګ سړک د جوړولو چاري پيل سوې