د لومړی ناحیې د ۱ او ۵ ګذر له پاره د طرزالعمل مطابق د ګذر وکیلان وټاکل سول

Anonymous (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۹/۶/۶ - ۹:۱۱
Kandahar Municipality

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکي ادارې او د ښاروالیو چارو د معینیت د طرزالعمل په اساس د ښار د ناحیو ګذرونه معیاري کیږي، په همدې اساس نن د کندهار ښاروالي لخوا د ټاکل سوي کمېټې د غړو په شتون کي چي د مدني ټولنو استازو هم په کښي برخه درلوده د نوموړي ناحیې د اول ګذر او پنځم ګذر له پاره ټاکني وکړې چي علي اصغر محمدي د غلام حیدر زوی د ۱۰۷ رایو(صفائي کتابچو) په درلودلو سره د ۱ ګذر وکیل وټاکل سو او د پنځم ګذر لپاره چي دوو تنو د ګذر له پاره د وکالت شرایط پوره کړې وه چي امیر محمد د عبدالصبور خان زوی و عبدالغني د عبدالروف زوی په ګټه تیر سو. ښاغلي عبدالغني وکولای سوای د ۱۰۴ رایو(صفائي کتابچو) په درلودلو سره د پنځم ګذر وکالت ته لاره پیدا کړه د ګذر وکیلانو خوښي وښودل چي یاد انتخابات د یوې شفافي پروسې له لاري تر سره سول.

په پای کي د کمېټې غړو نوي ټاکل سوو د ګذر وکیلانو ته وویل چي د ښاروالي په عایداتي، پرمختیایي او نورو مهمو برخو کي ستاسو همکاري اړینه ده تر څو تاسو او ښاروالي په ګډه همکاري سره د پرمختګ او ترقۍ پر لوري مثبت ګام اخیستئ وي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

د لومړی ناحیې د ۱ او ۵ ګذر له پاره د طرزالعمل مطابق د ګذر وکیلان وټاکل سول