د کندهار لپاره د پنځو ښارګوټو پلانونه د تطبیق په موخه رسماً ښاروالۍ ته وسپارل سول

Anonymous (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۹/۶/۶ - ۹:۱۶
Kandahar Municipality

د ښارجوړولو او ځمکو ریاست د کندهار لپاره د پنځو ښارګوټو پلانونه، چي څه موده وړاندي د کندهار والي حیات الله حیات په ځانګړو هلو ځلو د ځمکو او ښارجوړولو وزارت لخوا منظور سوي وو، د تطبیق په موخه نن چهارشنبه د کندهار والي حیات الله حیات او ولایتي شورا غړي نعمت الله شیردلي په حضور کي رسماً کندهار ښاروالۍ ته وسپارل.

لومړی د دامان ولسوالۍ د صنعتي پارک تفصیلي پلان دی، چي پر ۱۱۱۷ جریبه ځمکي د ۲۸۸ نومرو او ۸ سوداګریزو بلاکونو په لرلو ډیزاین سوی دی.

دویم پلان په ژېړۍ ولسوالۍ کي د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو سویو منسوبینو کورنیو د ښارګوټي تفصیلي پلان دی، چي پر ۲۱۱۲ جریبه ځمکه د ۲۸۰۰ استوګنیزو نومرو، ۴۲ استوګنیزو او ۹۷ سوداګریزو بلاکونو په لرلو ترتیب او ډیزاین سوی دی.

درېیم پلان پر ۴۵۴ جریبه ځمکي باندي د غازي عبدالله خان په نوم په پنجوايي ولسوالۍ کي دی، چي ۹۴۰ استوګنیزي نومرې، ۱۳ استوګنیز او ۸ سوداګریز بلاکونه لري.

څلورم پلان د غازي امان الله خان په نوم د معلولینو لپاره په پنجوايي ولسوالۍ کي ښارګوټی دی، پر ۴۰۷ جریبه ځمکه باندي د ۱۰۵۰ استوګنیزو نومرو، ۲۰ استوګنیزو او ۴ سوداګریزو بلاکونو په لرلو ډیزاین سوی دی او په همدې ترتیب پنځم د حمیدي مېنې ښارګوټي تفصیلي پلان دی، چي ۳۶۷ جریبه ځمکه کي ۴۵۵ استوګنیزي نومرې لري.

پورتني پنځه تفصیلي پلانونه په مجموعي توګه ۴۴۵۸ جریبه ځمکي باندي۵۵۳۳ استوګنیزي نومرې، ۷۵ استوګنیز او ۱۱۷ سوداګریز بلاکونه لري، چي په تخمیني توګه ۹۸۰۰ تنو د کاري فرصتونو پر برابرولو سربېره، د دولت بودجې ته هم په تخمیني توګه ۳۷۴۲ مېلیونه افغانۍ عاید جمع کوي.

کندهار والي حیات الله حیات کندهارښاروالۍ ته سپارښتنه وکړه، چي د استوګنیزو نومرو او واحدونو په وېش کي د روڼتیا لپاره یوه کړنلاره جوړه کړي او د یوې مشخصي کمېټې له مخي دي ژر لاس په کار سي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

د کندهار لپاره د پنځو ښارګوټو پلانونه د تطبیق په موخه رسماً ښاروالۍ ته وسپارل سول