د درېیمي ناحیې د ۱، ۲، ۳، ۴، ۵، او اووم ګذر له پاره د طرزالعمل سره سم د ګذر وکیلان وټاکل سول

Anonymous (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۶/۱۱ - ۱۰:۳۲
Kandahar Municipality

د کندهار ښاروالۍ لخوا د ټاکل سوي کمېټې په حضور کښي چي د ښاري حکومتولي رئیس عبدالواحد شاه هاشمي او کمېټې غړي هم حاضر وه د طرزالعمل سره سم یې د معیاري ګذرونو د جوړېدو په موخه د درېیمي ناحیې د ګذرونو له پاره انتخابات تر سره کړه چي پر مهال یې لومړي ګذر ته سمیع الله او صبغت الله توخی کاندیدان وه چي صبغت الله توخی د ۲۲ رايو (صفائي کتابچو) په درلودلو سره د لومړی ګذر وکیل وټاکل سو، دوهم ګذر ته سلطان محمد کاندید و چي سیال یې نه درلودئ د ۲۴ رایو (صفائي کتابچو ) په درلودلو سره د دوهم ګذر وکیل وټاکل سو، درېیم ګذر ته نثاراحمد کاندید و سیال یې نه درلودی، د۳۷ رایو (صفائي کتابچو) په درلودلو سره د درېیم ګذر وکیل وټاکل سو، څلورم ګذر ته عبدالقوي او عبدالقیوم کاندیدان وه چي عبدالقیوم د ۲۲ رایو (صفائي کتابچو) په درلودلو سره د څلورم ګذر وکیل وټاکل سو، پنځم ګذر ته شفیع الله کاندید و سیال یې نه درلودی د ۷ رایو (صفائي کتابچو) په درلودلو سره یې د پنځم ګذر وکالت ته لاره پیدا کړه او اووم ګذر ته سید احمد کاندید و چي سیال یي نه درلودی د ۱۶ رایو په درلودلو سره یې د اووم ګذر وکالت ته لاره پیدا کړه، ټولو نوي وکیل صاحبانو ته د ښاري حکومتولۍ رئیس او د کمېټې غړو د مبارکۍ ویلو تر څنګ د ښاریانو او ښاروالۍ تر منځ د ښې همږغۍ، د ښاروالۍ په روانو چارو کي د دوی د همکارۍ یادونه وکړه تر څو د ښاریانو په مرسته او همکاري سره کندهار ښاروالي توانېدلې وي په کندهار ښار کي اړین او بنسټیز خدمات محیا کړي .

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

د درېیمي ناحیې د ۱، ۲، ۳، ۴، ۵، او اووم ګذر له پاره د طرزالعمل سره سم د ګذر وکیلان وټاکل سول