د کندهار د یوې حیاتي پروژې بای پاس سړک رغنیزي چاري عملاً پیل سوې

Anonymous (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۹/۶/۱۳ - ۸:۱۰
Kandahar Municipality

د چهارشنبې په ورځ د کندهار ښاروالۍ لخوا د متوازن ښاري انکشاف رامنځته کولو پر اساس په ښار کي د غځېدلي بای پاس سړک د جوړېدو چاري د پټۍ په پرېکولو پيل سوې، چي په مراسمو کي د کندهار والي حیات الله حیات ترڅنګ د ولایتي شورا رئيس حاجي سیدجان خاکرېزوال، ښاروال انجینر رفیع حیات، یو شمېر نورو مسؤلینو او د سیمي قومی مشرانو ګډون کړی وو.

د دغه سړک د جوړېدو چارو د پیل پر مهال کندهار والي حیات الله حیات وویل، دغه سړک ۱۰۲۲ متره اوږدوالی، ۱۰ متره عرض، یوه طرف کي د نیم متر په عرض چرۍ، د زابر طرف ته د ۴ متره په اوږدوالي د سنګ کارۍ استنادي دېوال او یوه طرف ته د ۱.۵ متره په عرض پیاده رو لري، چي د نړۍوال بانک د ښاري پانګوني برنامي (CIP) لخوا د ۴۵۲۵۰۰۰۰( پنځه څلوېښت میلیونه او دوه سوه پنځوس زره) افغانیو په لګښت په پاخه او اساسي توګه رغول کېږي.

د ښاغلي حیات په خبره، یاد سړک د اوو میاشتو په موده کي د السیف های وي ساختماني شرکت لخوا جوړېږي، چي پر مهال به یې ۶۷۹ مسلکي او ۱۳۵۷ غیرمسلکي کارکوونکو ته د کار زمینه برابره سي او ۱۰۰۰ کورنۍ به مستقیمه استفاده ترې وکړي او پر مهال یې د سیمي اوسېدونکو او د ښاروالۍ مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، چي وخت پر وخت له پروژې نظارت وکړي، څو چاري یې په ټاکلي موده کي په معیاري بڼه ترسره سي.

کندهار والي دغه راز د نړۍوال بانک څخه مننه وکړه، چي د یاد سړک د جوړولو لپاره یې بودجه ځانګړې کړه او ویې ویل، د بای پاس سړک جوړول د کندهار ښار لپاره یوه حیاتي پروژه ده او کلونو راهیسي دغه سړک ګڼي ستونزي درلودي، چي په جوړېدو سره به یې سوداګریزو او مسافر وړونکو موټرچلوونکو ته لا زیات سهولت رامنځته سي.

وروسته د ولایتی شورا رئيس حاجي سیدجان خاکرېزوال د دغه سړک په جوړېدو خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، له کلونو راهیسي د دغه سړک د خراب وضعیت له امله ولایتي شورا ته شکایتونو راتلل، خو نن د خوښۍ ځای دی، چي د دغه سړک په جوړېدو سره به عامو ولسونو، موټرچلوونکو او ترافیکو ته ستر سهولت رامنځته سي.

کندهار ښاروال انجینر رفیع حیات وویل، د بای پاس سړک جوړول د ښاریانو په غوښتنه د متوازن ښاري انکشاف پر اساس یو د هغو پروژو څخه ده، چي له ډېري مودي راهیسي یې خلکو ارمان درلود او نن یې د جوړېدو چاري عملاً پيلوو.

هغه دغه راز زیاته کړه، چي په ښار کي د یو شمېر تخریب سویو سړکونو د پینه کاري، د ښار په منځ کي د ځینو سړکونو د تخنیکي نیمګړتیاوو د پوره کولو او سروې لپاره هم بودجه ځانګړې سوې، چي ژر به یې چاري پيل سي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

د کندهار د یوې حیاتي پروژې بای پاس سړک رغنیزي چاري عملاً پیل سوې