کندهارښاروالي په اساسي توګه سره رغنیزي چاري ترسره کوي .
کندهارښاروالي دخپلو روانو رغنیزو پروژو په لړ کښي د ښار د پنځمي ناحیې اړوند په څلورم ګذر ساحه کښي د ۱۴۲۰متره په طول ۸متره په عرض دیوه سړک د جوړېدو چاري راپیل کړي دي ددې ترڅنګ دهمدې سړک په امتداد د۱۸۷۲متره چرۍ دجوړوني چاري اساسي سرته رسېدلي دي په همدې پروژه کښي ۳۳۶دانې سلبونه او ۲ متره دوه طرفه پیادرونه دضرورت په اساس په نظر کښي نیول سوي دي. کندهارښاروالي دښار په پنځلسوناحیو کښي د متوازني پراختیا په اساس ښاریانو ته ښاري خدمات عرضه کوي .