د ښاري نظم او پراختیا کمېسیون غونډه ترسره سوه

Anonymous (not verified)
شنبه ۱۳۹۹/۶/۲۹ - ۹:۵۵
Kandahar Municipality

د ولایت مقام مرستیال فیصل شېرزي په مشري د پنجشنبې په ورځ د ښاري نظم او پراختیا کمېسیون غونډه ترسره سوه، چي د کندهار ښاروال انجینر رفیع حیات تر څنګ د یاد کمېسیون ټولو غړو او د ولایتي شورا غړي نعمت الله وفا ګډون کړی وو.

په پیل کي کندهارښاروال انجینررفیع حیات وویل، دغه غونډي تر دې وړاندي د ښاري انسجام تر عنوان لاندي ترسره کېدې، خو د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د تازه رالېږل سوي طرزالعمل له مخي تر دې وروسته دغه غوندي د ښاري نظم او پراختیا کمېسیون تر عنوان لاندي ترسره کېږي، چي طرزالعمل یې تقریباً سره ورته دی او نن یې د معرفت په موخه ابتدايي ناسته رابلل سوې ده.

ښاغلي حیات زیاته کړه، د دغه کمېسیون د غونډو له جوړېدو هدف د ښاري نظم او پراختیا په برخه کي د ښاروالۍ او اړوندو ادارو ترمنځ لا زیاته همږغۍ او همکاري رامنځته کول دي، چي په میاشت کي به یوه ناسته او په خپل تشکیل کي اووه مختلفي کمېټې ولري.

وروسته د ولایت مقام مرستیال فیصل شېرزي د ښاري نظم او پراختیا کمېسیون غونډي په جوړېدو خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، ټولي اړوندي ادارې ملکفي دي، چي د طرزالعمل مطابق ښاروالۍ سره بشپړه همکاري او همږغي ولري.

ښاغلي شېرزي زیاته کړه، که څه هم د ښاري نظم او پراختیا په برخه کي اړوندو ادارو خپله هڅه کړې، خو د اړتیا او غوښتنو مطابق اقدامات نه دي ترسره سوي او تر دې وروسته په هره برخه د ناستو د ترسره کېدو ترڅنګ په ګده عملي ګامونه اخلو.

د ولایت مقام مرستیال د ښاري نظم او پراختیا کمېسیون غړو ته لارښوونه وکړه، چي وخت پر وخت د کمېسیون غونډو کي ګډون وکړي، څو همږغي لا زیاته پیاوړې سي.

ورپسې ازاد بحث ترسره سو او ګډونوالو د موضوع اړوند خپل وړاندیزونه، غوښتني او پوښتني مطرح کړې.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

د ښاري نظم او پراختیا کمېسیون غونډه ترسره سوه