د کندهار ښاروالي خبرتیا!
د کندهار ښاروالي غواړي د ۱۳۹۹ کال انکشافي ، تدارکاتي پلانونو او بودجې پر اساس د ټرانسپورټ مدیریت د ضرورت وړ د یوه عدد نوواریده بزر (۱۲۰۰۰) لیټره بنس کمپنۍ افغانستان لاس چي په افغانستان کښي نه وي چلیدلی خریداري وکړي هغه شرکتونه چي د پورته یوه عراده (۱۲۰۰۰) لیټره بزر د خریدارۍ قرارداد د سرته رسولو وړتیا ولري کولای سي چي خپل غوښتنلیکونه د ۱۳۹۹ کال د میزان د میاشتي د ۱ نیټې څخه بیا د همدې میاشتي تر ۲۲ نیټې د سې شنبې تر ورځي پوري د ښاروالی ریاست د تهیه او تدارکاتو عمومي مدیریت ته وسپاري تضمین رسمآ تحویل او بعدآ د افر فورمې او شرطپاڼه د مسئول کس څخه ترلاسه کړي داوطلبي د میزان د میاشتي پر ۲۴ نیټه د پنج شنبې په ورځ د سهار پر ۱۱ بجې د تعین سوی هیئت په حضور کښي ترسره کیږي .
د لازیاتو معلوماتو لپاره زموږ سره په لاندي شمیره اړیکه ونیسي.
شمیره: ۰۷۰۲۵۲۰۳۸۷