د کارېز بازار سړک د جوړېدو چاري پیل سوې

Anonymous (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۹/۷/۳ - ۸:۳۶
Kandahar Municipality

د چهارشنبې په ورځ د کندهار ښاروالۍ لخوا د متوازن ښاري انکشاف رامنځته کولو پر اساس د دوهمې ناحیې اړوند د کارېز بازار سړک د جوړېدو چاري پیل سوې.

په همدې موخه جوړو سویو مراسمو کي د کندهار والي حیات الله حیات ترڅنګ، ښاروال انجنیرمحمد رفیع حیات، یو شمېر ملی سوداګرو، نورو مسؤلینو او د سیمي اوسېدونکو ګډون کړی وو.

په مراسمو کي کندهار والي حیات الله حیات وویل، دغه سړک ٣٨٠ متره اوږدوالی او ١٢ متره بر لري، چي د ۴،۳ میلیونه افغانیو په لګښت د کندهارښاروالۍ په انکشافي بودجه جوړیږي.

ښاغلي حیات زیاته کړه، د یاد سړک رغنیزي چاري به په دریو میاشتو کي بشپړې سي، چي پر مهال به یې ٤٥٠ مسلکي کارکوونکو او ٩٠٠ غیرمسلکي کارکوونکو ته د کار زمینه برابره سي او ١٢٠٠ کورنۍ به په مستقیم ډول ګټه ترې واخلي.

کندهار والي د یاد سړک په جوړېدو خوښي وښوده او د ښاروالي د عوایدو د لوړولو لپاره یې له خلکو وغوښتل چي پر وخت د ښاروالۍ اړوندي پیسې ورکړي، تر څو د ښاروالۍ په پرمختیايي بودجه ورته نوري پروژې هم تطبیق کړل سي.

کندهار ښاروال انجنیر محمدرفیع حیات د خپلو خبرو پر مهال وویل، ښاروالۍ د ښار په ټولو ناحیو کي متوازن انکشاف ته ژمنه ده او پر همدې بنسټ د ښار په ډېری ناحیو کي پرمختیايي پروژې جریان لري.

هغه د سیمي له اوسېدونکو وغوښتل، چي د پروژې په نظارت کي ورسره همکاري وکړي، تر څو چاري یې پر خپل وخت او په معیاري شکل ترسره سي.

د سیمي اوسېدونکو د یاد سړک په جوړېدو خوښي څرګنده کړه او له پرمختیايي پروژو یې خپل ملاتړ څرګند کړ.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

د کارېز بازار سړک د جوړېدو چاري پیل سوې