کندهار ښاروال د اقتصاد عالي شورا په څوارلسمه غونډه کښي د ویډیو کنفرانس له لاري ګډون وکړ

Anonymous (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۹/۷/۱۳ - ۹:۷
Kandahar Municipality

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د اقتصادي عالي شورا غونډه نن له غرمې مخکي په ارګ کي جوړه سوه، چي په کښي ۵۱ سوداګریزونو شرکتونو ته د ځمکو پر وېش، د کجکي بند د دویم فاز پروژې د ارزونې او کوچنیو متشبثینو ته د هڅونکې بستې پر جزئیاتو بحث وسو.

جمهور رئیس محمد اشرف غني ۵۱ شرکتونو ته په صنعتي پارکونو کې د ځمکو وېش په پرنسیپ کې تائید کړ، د ښار جوړولو او ځمکو، د صنعت او سوداګرۍ او د کرنې وزارتونه او د پانګونې اسانتیا واحد یې موظف کړل چې پانګوالو ته د ځمکو د وېش څرنګوالی په هر اړخیز ډول وارزوي.

جمهور رئیس مالیې وزارت ته هدایت وکړ چي د راتلونکي کال په بودجه کې د موسی قلعه برېښنا بند او د هلمند ولایت نهر سراج کانال ته لومړیتوب ورکړي.

همدا راز جمهور رئیس محمد اشرف غني د کوچنیو متشبثینو د هڅونې او پیاوړتیا طرحه په پرنسیپ کې تائید کړه او د افغانستان بانک ته یې دنده وسپارله چې کوچنیو متشبثینو ته د هڅونې لپاره عملي میکانېزم او طرزالعمل ترتیب او عملي کړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

کندهار ښاروال د اقتصاد عالي شورا په څوارلسمه غونډه کښي د ویډیو کنفرانس له لاري ګډون وکړ