کندهار ښاروالي د ځوانانو د تقویت په موخه د فوټبال لوبډله حمایه/ سپانسر کړل

Anonymous (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۹/۷/۱۳ - ۹:۹
Kandahar Municipality

د ښې حکومتولۍ د پیاوړتیا او د ځوانانو د تشویق په موخه کندهار ښاروالي نن پنجشنبه (۱۰-میزان-۱۳۹۹) د کندهار ښار د ځوانانو فوټبال لوبډلي سره د همکارۍ او ملاتړ تفاهم لیک/ قرارداد لاسلیک کړ.

یاده غونډه د کندهار ښاروالي په صالون کښي چي د کندهار ښاروال انجنیر محمد رفیع حیات په ګډون د ښاري حکومتولۍ رئیس، د ځوانانو د فوټبال لوبډلي مسؤلینو او لوبغاړو تر څنک د کندهار ښاروالي د کرکیټ ټیم هم حضور درلودئ.

د تفاهم له مخي به د کندهار ښاروالي د ځوانانو فوټبال لوبډلي لوبغاړو ته د فوټبال د مهمو توکو او لوازمو په برابرولو کي مرسته کوي او د کندهار ځوانان لوبډله به سیمیزو، ولایتي او ملي سیالیو کي د کندهار ښاروالۍ د ځانګړو پیغامونو په انتقال کي د سپورټي ادرسه کومک کوي.

کندهار ښاروال انجنیر رفیع حیات د ځوانانو فوټبال لوبډلي ته په خبرو کي وویل ( ښاروالي د ټول کندهاري اولس کور دی، د کور ساتل زموږ او ستاسو ټولو دنده ده، زه تاسو ته د سپورټي توکو په برابرولو کي پر تاسو احسان نه اچوم د یوه ښاري اوسیدونکي په حیث مي دنده ده چي د ښاریانو خدمت وکړم، زما پر ټولو دولتي او غیر دولتي ارګانو ږغ دئ چي سپورټي ادرسونه قوي کړي او ملاتړ یې وکړي).

د غونډي نور ویناوال د کندهار څخه د ځوانانو د پارلمان غړی سمیع غیرتمل، د سپورټ او بدني روزني آمر فیض محمد فیضي وه، چي له ښاروال څخه یې د منني تر څنګ د سپورټ د بیرته فعاله کېدو په اړه د دولتي او غیردولتي ادارو پر مسؤلینو د لوبغاړو او لوبډلو د ملاتړ ږغ وکړ.

هېره دي نه وي چي کندهار ښاروالي د تیرو درو کلنو راهیسي د کرکیټ لوبډله هم سپانسر کړې ده، چي نن په غونډه کي د کندهار ښاروال له لوري وستایل سوه، چي په دې وروستیو لوبو کښي یې له ځانه وړتیا ښوولې وه او د یوه معنوي سند (ستاینلیک) په ورکړه سره یې ورته د لازیاتو بریاو هیله وکړه.

د غونډي په پای کښی د کندهار ښاروال له لوري د ځوانانو فوټبال کلب د کفتان محمود نوري سره د ملاتړ او سپانسر تفاهم لیک/ قرارداد لاسلیک سو.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

کندهار ښاروالي د ځوانانو د تقویت په موخه د فوټبال لوبډله حمایه/ سپانسر کړل