کندهار ښاروال - د ښاروالي د کارمندانو لپاره ظرفیت لوړونه راته لومړیتوب دی .

Anonymous (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۲۲ - ۹:۵۷
Kandahar Municipality

کندهار ښاروال انجنیر محمد رفیع حیات پر داسي مهال چي د کندهار ښاروالي مرستیال او د اړوندو ریاستونو،امریتونو او مدیریتونو مسؤلین هم حاضر وه یادي څرګندوني وکړې .

کندهار ښاروال وویل د خپلو چارو د بهبود لپاره ، په تخنیکي او مسلکي برخه کي د لا ښه والي په منظور به هڅه او کوښښ وکړي د کندهار ښاروالي کارمندان باظرفیته کړئ، کندهار ښاروال د کندهار ملي پوهنتون او ځينو نورو علمي او پوهنیزو مرکزونو ته په اشارې وویل کوم چي کندهار ښاروالي ورسره ددوه اړخیزه همکاریو تړونونه لري چي وړ لایق او د وړتیا په اساس به مامورین ورته معرفي کړي ترڅو نوري یې هم لوړي زده کړي زیاتي سوي وي ،او هم وروسته د ښاروالي په چارو کښي بهبود راغلی وي داځکه د ښاغلي حیات په خبره د باظرفیته او وړ مامورینونو په درلودلو سره کولای سو د سیسټم دبقا او دچارو دښه پرمخ بیولو لپاره کار مثبت لوري ته بوځو.

کندهار ښاروال او د مجلس ګډونوالو د لوړو زده کړو د مؤسساتو سره د کندهار ښاروالي د هغه مامورینو په اړه یوه کمیټه جوړه کړه کوم چي غواړي د ښاروالي له طریقه د لوړو زده کړو مؤسساتو ته معرفي سي کندهار ښآروال وویل لومړی به هغه مامورین چي اقتصادي حالت یي سم نه دی او د لوړو زده کړو استعداد ولري ورته معرفي کړئ وروسته به په تجریدي ډول سره اجیر مامورین او سرپرستان مامورین ورته معرفي کړئ مجلس ته د ښاري خبرو اترو د پروګرام په اړه وضاحت وړاندي سو پریکړه وسوه د ښار په پنځلسوناحیو کښي به د کندهار ښاروالي له طریقه د ښاري خبرو اترو پروګرام جوړ بږي چي په هره ناحیه کښي به د ناحیې دامر ترڅنګ د مربوطه سکټورونو استازي هم حضور ولرئ او په اړه به یي د یادي ناحیې اوسېدونکو ته د خپلو کړونو په اړه معلومات وړاندي کوي او د ناحیې داوسېدونکو پوښتنوته به جوابونه هم وویل سي وروسته پریکړه وسوه چي دلومړۍ ناحیې څخه شروع او په پنځلسو ناحیو کښي به په ګډه همږغي سره یاد مجلسونه پیل کیږي .

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS