د لومړۍ ناحیې په کچه د ښاري بحثونو(Urban dialogue)غونډه تر سره سوه.

Anonymous (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۳۰ - ۱۳:۱۷
Kandahar Municipality

د کندهار ښاروالي د خوا د چهار شنبې په ورځ د لومړۍ ناحیې په کچه د ښاري بحثونو(Urban dialogue) غونډه ترسره سوه چي پکښي د ښاري حکومتولۍ رئیس عبدالواحدشاه هاشمي، د لومړۍ ناحیې امر د مربوطه ناحیې اړوندو سکټورونو، نظامي او ملکي مسئولینو او د یادي ناحیې د ګذرونو وکیلانو، استازو او مشرانو ګډون کړی وو.

په یاده غونډه کښي د لومړۍ ناحیې په سطحه ټولو اړوندو مسئولینو ولس ته جواب ووایه د خپلو اجرأتو په اړه یې معلومات ورکړل, او د خپلو سکټورونو لاسته راوړني، وړاندیزونه او پیشنهادات یې د خلګو سره شریک کړل.

وروسته د لومړۍ ناحیې اوسېدونکو او د ګذرونو وکیلانو د هر مربوطه سکټور څخه پخپله برخه کښي پوښتني و درلودلې او په اړه یې د مربوطه سکټور مسئول کس ورته معلومات ورکړه او یو په یوه یې د خلګو هر سوال او پوښتنه جواب کړه.

د لومړۍ ناحیې د اوسېدونکو او مشرانو د خوا یاد نوښت وستایل سو او د کندهار ښاروالۍ ریاست څخه یې غوښتنه کول چي همداسي د همږغۍ او ښاري بحثونو پروګرامونه نورهم جوړ کړي, ترڅو بهتره ښاري حکومتولي په وجود راغلې وي او هم د ملت او دولت ترمنځ یو قوي تعهد رامنځته سوي وي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

د لومړۍ ناحیې په کچه د ښاري بحثونو(Urban dialogue)غونډه تر سره سوه.