د کندهار ښاروال انجینر محمد رفیع حیات د کندهار ولایت د هبیتات موسسې له مشر او استازو سره وکتل !

Anonymous (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۸/۱۳ - ۱۳:۱۳
Kandahar Municipality

په دې کتنه کي چي د کندهار ښاروالۍ تخنیکي ټیم هم ګډون کړی وو، د ځینو قراردادي شرکتونو پر ستونزو، کارونو او پلانونو وږغېدل .

کندهار ښاروال انجینر محمد رفیع حیات په کندهارکي د روانو پروژو د ښه ترسره کیدو لپاره د کندهار ښاروالۍ او هبیتات موسسې همږغي وستایل او زیاته یې کړه چي هر لوی مصرف باید د اوږمهالي ګټي لپاره وي او خلک یې له خدماتو ګټه واخلي او ساتنه یې وکړي .

ښاغلي حیات وویل چي په کندهار کي د بې سرپرسته مېرمنو لپاره به د هبیتات موسسې سره په همږغۍ د ۱۲ ناحیې، ۷ ناحیې او ۲ ناحیې لپاره ځیني پروژې په لاره ولوېږي چي مېرمني وکولای سي ددې امکاناتو په ذریعه لاسي توکي جوړ کړي او د دې توکو د ښه بازار تر څنګ به هغوئ ته د کار زمینه هم برابره سي.

په دې پروژو کي به یادو ناحیو مېرمنو ته د کالیو جوړولو ماشینونه، د کیک پخولو داشونه او شامپو جوړولو ماشینري ورکول سي.

دلته د ځینو ناحیو د رغنیزو پروژو په اړه هم خبري وسوې چي د چریانو د سر پټول، ځینو سیمو ته د سولر هندارو جوړول او یو لړ نور ښاري خدمات پکښي شامل وه .

د کندهار د هبیتات موسسې ریس سید نادرشاه زغم د کندهار ښاروالۍ له ټولو هغه همکاریو مننه وکړه چي د هبیتات موسسې سره یې د پروژو د تطبیق پر مهال ترسره کړي دي.

په وروستیو کي کندهار ښاروال انجینر محمد رفیع حیات د کندهار رغنیزه پراختیا لومړیتوب وګنئ او ددې لپاره یې د لا همکارۍ او همږغۍ غوښتنه وکړه .

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

د کندهار ښاروال انجینر محمد رفیع حیات د کندهار ولایت د هبیتات موسسې له مشر او استازو سره وکتل !