د کندهار ښاروالۍ خبرتیا!
کندهارښاروالي خپل ملکیت ټول دکانونه او بالاخانو چي موقیعتونه چي په لاندي ډول دي.
۱:ـ څوارلسمه ناحیه د عیدګاه جادې شمال طرف ته دکانونه.
۲:ـ څوارلسمي ناحیې اړوند د حضرت جی بابا شمالي او جنوبي مارکیټ دکانونه.
۳:ـاوله ناحیه د وریجو ګنج دکانونه.
۴:ـ څلرمه ناحیه د پنبو ګنج.
۵:ـ دوهمه ناحیه اړوند نورزوشاه برج دکانونه،
۶:ـ څلرمه ناحیه کباړي او منډۍ مارکیټ دکانونه.
۷:ـ څوارلسمه ناحیې اړوند د بريښناکوټ جادې ختیځ طرف دکانونه.
۸:ـ اوله ناحیې اړوند غازي مارکیټ دکانونه.
۹:ـ د دوهمي ناحیې اړوند د سټډیوم شرف طرف ته دکانونه.
۱۰:ـ اوله ناحیه اړوند دشهیدانو چوک جنوب لویدیځ طرف دکانونه.
۱۱:ـدریمه ناحیه قاضي غلام دانه.
۱۲:ـ د کوتل مرچې په ساحه کښي د تیري اوشاه ولیکوټ نوې اډې دکانونه.
د یادو ملکیتودکندارانو ته په جدي ډول خبر ورکول کیږي ترڅو دکرایې حسابونه د روان (۱۴۰۰)مالي کال په شمول د جدي میاشتی تر وروستۍ نیټې پوري تصفیه کړي دنه تصفیه کېدو په صورت کښي دکانونه تخلیه او د ښاروالۍ مقام د حکم سره سم نورو اشخاصو ته په کرایه ورکول کیږي بیا څوک حق د شکایت نلري.
په درنښت
کندهار ښاروالۍ