کندهار ښاروالۍ د خپلو روانو فعالیتونو په لړ کښي داځل په ۹ ناحیه کښي د ۵ سړکانو داساسي جوړوني چاري راپيل کړي وې چي الحمدالله نن یې د قیریزۍ چاري هم شروع سولې!

mohammadi_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۳۰ - ۹:۵۷
بيا رغنيزي چاري

د۱۲۲۸ متره په اوږدوالي او ۸ متره په عرض په بنیادي،اساسي او معیاري توګه سره ددې سړکانو جوړول به چي ور باندي مبلغ/۱۴۹۲۲۲۷۴ افغانۍ ور باندي لګښت راځي او د کندهار ښاروالۍ له پرمختیایي بودجې څخه ورکول کیږي او قرارداد یې السبحان نیازمن اواسحاق فیروز ساختماني شرکت مخته وړي په جریان کښي په فني توګه ۳۰ نفرو او غیري فني توګه ۵۰ نفرو کاریګرو ته کاري زمینه برابره سوې وه نن عملأ دیادو سړکانو قیریزي شروع سوه.  په کندهار ښار کښي پراخ انکشافي کارونه،بنیادي رغنیزي پروژې،مسلکي بیا ودانیدل ددې تاریخي ښار بڼه مثبت لور ته اړوي،کندهار ښاروالۍ ته د ښار د رغنیز حالت ترڅنګ د خپلو ګرانو ځوانانو کاري مصروفیت او بوختیا روحي او ذهني سکون ورکوي، د کندهار ښار معززه اولسونه که د خپلي ښاروالۍ د پلانونو په تطبق کي دوامداره همکاري وکړئ نو د ښاروالۍ په روانو چارو کښي به لاچټکتیا راغلې وي د نهمي ناحیې اولسي مشرانو او استازو هم د کندهار ښاروالۍ روان انکشافي کارونه او اساسي فعالیتونه په کندهار ښار کښي خورا هیله بخښوونکي وبلل او د خپله طرفه یې د پوره همکارئ ډاډ اعلان کړ.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

کندهار ښاروالۍ د خپلو روانو فعالیتونو په لړ کښي داځل په ۹ ناحیه کښي د ۵ سړکانو داساسي جوړوني چاري راپيل کړي وې چي الحمدالله نن یې د قیریزۍ چاري هم شروع سولې!