د کندهار ښاروالۍ د داوطلبۍ اعلان!
د کندهار ښاروالۍ غواړي چي د ترانسپورټ مدیریت د ضرورت پر اساس ګریډر (۹۵۰) مارک،اسکواټر (۱۶۰) مارک،د جیګمر سامان درلودونکئ ،شل ټنه کرین او ډامټرک شپږ بولټه ماذدا غواړي په ساعتانه شکل او دي پیرې د کرایې قرارداد د یو خصوصي سره د ترتیب سوي شرطپاڼي مطابق د کرایې قرارداد د داوطلبۍ د لاري د (۱۴۰۲) کال لپاره عقد کړي،هغه شرکتونه چي د پورته څلور عرادو وسایطو د قرارداد د سرته رسولو وړتیا ولري خپل غوښتنلیکونه دي د ۱۴۰۱د حوت د میاشتي د ۹ نیټې څخه بیا دهمدې میاشتي تر ۲۲ نیټې د دوشنبې تر ورځي پوري د کندهار ښاروالۍ د تهیه او تدارکاتو عمومي مدیریت ته وسپاري ،د ذکر سوي کاري وسایطو تخنیکي اسنادونه دي د مسؤل کس څخه ترلاسه کړې،او داوطلبي د جاري کال د حوت د میاشتي پر ۲۴ نیټه د چهار شنبې په ورځ د سهار پر ۱۰ بجې د تعین سوي هئیت په حضور کښي په تهیه او تدارکاتو عمومي مدیریت کښي ترسره کیږي.
د لازیاتو معلوماتو لپاره زموږ سره اړیکه ونیسئ.
۰۷۰۰۰۰۲۷۹۷
۰۷۰۰۳۵۴۲۵۶