د ناحیو په اړه معلومات

ناحیه

د ښاریوه برخه ده چي په هغه محدوده کي د ښاروالۍ اداري واحد (ناحیه) دښاري خدماتو د وړاندي کولوپه موخه دنده ترسرهکوي، کندهار ښاروالي د ښار جوړښت په پنځلسو ناحیو ویشلی دی.

ګذر:

د ناحي یوه برخه ده چي ساحه یې د ناحي له خوا مشخص او په هغه کي دناحي خدماتي واحد (دګذر وکیل) دنده ترسره اوخدمات وړاندي کړي.

د کندهار ښار اوسنی نفوس د نموني سروي په توګه په کال ١٣٩٥ کې (٧٠٠٠٠٠)  اود اوسنى سروي په اساس د راتلونکو شل کالو لپاره دوه ميلونه (٢٠٠٠٠٠٠)نفوس  ښودل شوى.

 موجوده مساحت په ٢٠١٠ ميلادي کال کې د هوايې تصوير له مخي (٧٠٠٠) هکتاره ښودل سویدی.

او دراتلونکو شلو کالو لپاره مساحت د ماستر پلان مطابق ١٨٣٠٠ هکتاره تعين شوى دى .