د کندهار ښاروالۍ مقام د خواشینۍ او ډاډګیرني پیغام!

Anonymous (not verified)
د کندهار ښاروالۍ مقام د خواشینۍ او ډاډګیرني پیغام

په ډېره ژوره خواشینۍ سره مي خبر تر لاسه کړ، چي د هېواد نامتو لرغونپوه، د اطلاعات او فرهنګ وزارت پخوانی معین ،سرپرست وزیر او د کابل پوهنتون استاد پوهاند محمد رسول باوري له دې فاني نړۍ څخه دتل پاره سترګي پټي کړې.

انا لله وانا اليه راجعون

پوهاند محمد رسول باوري په ۱۳۳۶ه ل کال کي د ارزګان په دهراوت ولسوالۍ کي زېږېدلی، ابتدايی زدکړي یې هلته کړي او بیا د کابل پوهنتون د تاریخ څانګي ته کامیاب سوی، چي وروسته یې د هالنډ څخه په لرغونپوهنه کي ماسټري راوړې ده

پوهاند باوري د د کابل پوهنتون د لرغونپېژندني ډیپارټمینټ استاد، د هالنډ په Rijksuniversiteit Groningen پوهنتون استاد، د پوهني وزارت د نصاب مسؤل، د خوست شیخ زاید پوهنتون مسؤل، د کابل پوهنتون د لرغونپېژندني د ډیپارټمینټ مسؤل او د اطلاعات او فرهنګ وزارت فرهنګي معین او سرپرست هم پاته سوی دی.

د استاد باوري څخه تر ۳۰ ټوکه اضافه علمي اثار او تر ۳۰۰ ډيري علمي او تحقيقي مقالې په میراث را پاته سوې، چي مُهم یې د روښانيانو غورځنگ ١٣٥٨، اصول وتحقيقات باستانشناسي؛ کابل پوهنتون ١٣٦١، باستانشناسي شرق ميانه؛کابل پوهنتون ١٣٦٢، باستانشناسي کشورهاي همجوار؛ کابل پوهنتون ١٣٦٤، باستانشناسي افغانستان ؛ کابل پوهنتون ١٣٦٥، اصول ترميم وبازسازی اثار باستاني؛ کابل پوهنتون ١٣٦٦، افغانستان در عهد باستان ؛دولتي مطبعه ١٣٦٧، باستانشناسی ساحوی (اصول حفريات)؛کابل پوهنتون ١٣٦٨، لرغونپوهنه، پرنسيپونه او ميتودونه ؛ ملي موزيم ١٣٦٩، باستانشناسی مدنيتهاي اوليه افغانستان؛ کابل پوهنتون ١٣٧١، موزيم شناسي و سير موزيمها در افغانستان ؛سپک ټولنه ١٣٧٤، لرغونپوهنه، عملي لاري چاري؛ په جرمني کي دافغانستان فرهنگي ودي ټولنه ١٣٨١، په افغانستان او گاونډيو هيوادونو کې نړيوال کلتوري ميراثونه ١٣٨٤، په انگريزي ژبه Outline of Archaeology in Afghanistan. 1999 ( Assen: Nederland)، په افغانستان کي سپړل سوي لرغوني سيمي، لرغونې نړۍ.(د ژباړل سويو مقالو ټولگه)، لرغونی افغانستان او گاونډي هيوادونه، د مټن او لنډيانې بابوزي ( اتنوگرافيکي څيړنه )، نيوکي او گيلې.( په ١٣٨١ _ ١٣٨٤ لمريز کلونو کي د کلتوري او ټولنيزو ناخوالو په اړه ليکني.) دي.

پوهاند محمد رسول باوري د لرغونپوهني په برخه کي د هیواد یو لویه او نه تکراریدونکې هستي وه، چي نشتون یې د هیواد په کچه لویه او نه جبرانېدونکې ضایع ده او د مړیني لکبله یې زه د کورنۍ غړو، نژدې دوستانو او خواخوږو ته د زړه له تله تسلیت وایم او په دې دې درانه غم کي ورسره ځان شریک ګڼم.

آخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۲۳ - ۱۵:۵۷
Background image

اطلاعیه شاروالی کندهار

ارائه خدمات در تمام ساحات شهر از سوی شاروالی کندهار جریان دارد

همشهریان عزیز! در ساحات که آسیب پذیر در جریان باران های شدید با تهدید مواجه میشود لطف نموده به شماره های فوق در تماس شده . . .

بازگشت به اطلاعیه ها