د داوطلبۍ خبرتیا
Publish Date
Closing Date
د کندهار ښاروالۍ خپل ملکیت د څوارلسمي ناحیې مربوط د احمد شاهي او میرویس مارکیټومخته د وسایطو پارکینګ د شرطپاڼي مطابق د یوه کال لپاره دازادي داوطلبۍ له لاري په اجاره ورکوي،ټول هغه اشخاص چي غواړي په داوطلبۍ کښي ګډون وکړي خپل غوښتنلیکونه دي د ۱۴۴۳ کال د صفر المظفر د میاشتي د ۴نیټې څخه بیا د صفرالمظفر دمیاشتي تر ۲۵نیټي پوري د کندهار ښاروالۍ د تهیه او تدارکاتو عمومي مدیریت ته وسپاري شرطپاڼه کتلای سي د اجارې د سرجمع څخه لس فیصده تضمین نقدأ اخستل کیږي او داوطلبي د صفر المظفر د میاشتی پر ۲۷نیټه (چي د ۱۴۰۰کال د میزان د میاشتی د ۱۳نیټي سره سمون خوري )د سه شنبې په ورځ د کندهار ښاروالۍ د تهیه او تدارکاتو په عمومي مدیریت کښي د سهار پر ۱۱بجې دتعین سوي هیئت په حضور کښي تر سره کیږي .
د لازیاتو معلوماتو لپاره زموږ سره په لاندي شمیرو اړیکه ونیسئ.
۰۷۰۷۵۰۵۵۲۹
۰۷۰۰۰۰۲۷۹۷
۰۷۰۶۹۳۵۹۳۱