د نهمي ناحیې د کوتل مرچې د ساحې څخه ډبریني خښتي ایسته سولې.
دا چي د کندهار ښاروالۍ له لوري د کندهار ښار له ټولو برخو څخه د ښاریانو د سهولت په منظور ډبریني موانع لیري کیږي په دوام یې دا ځل د نهمي ناحیې اړوند د کوتل مرچې د ساحیې د لوی عیدګاه د ساحیې او نورو اړوندو برخو څخه هغه ډبریني موانع لیري سولې کوم چي عام ولس ته یې مضاهمت جوړ کړی وو.
کندهار ښاروالۍ د دې ترڅنګ د ښاریانو ژوندانه ته د سهولت په منظور د ښار په ۱۵ناحیو کښي دوامداره کمپاینونه لري ترڅو ټولي هغه ډبریني موانع لیري کړي کوم چي موجود یې ستونزي پیښي کړي دي .