د کندهار ښاروالۍ د داوطلبۍ اعلان!

mohammadi_admin
داوطلبي اعلان

د کندهار ښاروالي غواړي د ترانسپورت مدیریت د ضرورت په اساس ګریډر(۹۵۰) مارک،اسکواټر(۱۶۰) مارک د جیمکر سامان درلودونکئ ،شل ټنه کرین او ډمټرک شپږ بولټه ماذدا غواړو په ساعتانه شکل او دفي پیري کرایې قرارداد د یو خصوصي سکټور سره د ترتیب سوي شرطپاڼي مطابق دکرایې قرارداد د داوطلبۍ له لاري د ۱۴۰۲کال لپاره عقد کړي هغه شرکتونه چي دپورته څلور عرادو د وسایطو قرارداد د سرته رسولو وړتیا ولري خپل غوښتنلیکونه دي د ۱۴۰۱کال د دلوي دمیاشتي د ۱۰نیټې څخه بیا دحوت دمیاشتي تر (۲)نیټې د سې شنبې تر ورځي پوري د کندهار ښاروالۍ دتهیه او تدارکاتو عمومي مدیریت ته وسپاري د ذکر سوو کاري وسایطو تخنیکي اسنادونه دي د مسؤل کس څخه تر لاسه کړي او داوطلبي دجاري کال د حوت د میاشتي پر  ۴نیټه د پنج شنبې په ورځ د سهار پر ۱۰بجې د تعین سوي هیئت په حضور کښي په تهیه او تدارکاتو عمومي مدیریت کښي صورت نیسي .

دلازیاتو معلوماتو لپاره زموږ سره په لاندي شمیرو اړیکه ونیسي.

۰۷۰۰۰۰۲۷۹۷

۰۷۰۰۳۵۴۲۵۶