د کندهار ښاروالۍ د ازادي داوطلبۍ اعلان!

mohammadi_admin
د داوطلبۍ اعلان

Publish Date

Closing Date

د کندهار ښاروالۍ خپل ملکيت د ( ۵ ) ناحيې مربوط د ګمرک مخته وسايطو پارکينګ د يوه کال لپاره د ازادي داوطلبۍ له لاري په اجاره ورکوي ټول هغه اشخاص چي غواړي په داوطلبۍ کښي ګډون وکړي خپل غوښتلينکونه دي د ۱۴۰۲ مالي کال د ثور د مياشتي د ۳۱ نيټې څخه بيا د جوزا د مياشتي تر ۲۲ نيټې پوري د ښاروالۍ رياست د تدارکاتو او قراردادونو امريت ته وسپاري شرطپاڼه کتلائ سي د اجارې د سرجمع څخه لس فيصده تضمين نقداً اخيستل کيږي او داوطلبي يې د جاري کال د جوزا د مياشتي پر ۲۳ نېټه د سې شنبې په ورځ د سهار پر ۱۰ بجې د تعين سوي هئيت په حضور کښي د ښاروالۍ رياست د تدارکاتو او قرارداونو امريت کښي صورت نيسي.

د لا زياتو معلوماتو لپاره زموږ سره په لاندي شمېره اړيکه ونيسئ.

شمېرې:

0707159718

0700354256

More tenders

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۳ - ۱۱:۱۹
Background image

د کندهار ښاروالۍ د داوطلبۍ اعلان!

د کندهار ښاروالۍ ملکیت د څوارلسمي ناحیې مربوط د میرویس او احمد شاهي مارکېټ مخته د وسایطو پارکینګ په مورد محترم محمد حکیم د محمد اکبر زوی د شرطپاڼي مطابق دیوه کال لپاره په اجاره مبلغ / . . .

شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۳۰ - ۹:۵۴
Background image

د دواطلبۍ اعلان!

د کندهار ولايت ارغنداب ولسوالۍ ښاروالي غواړي، چي خپل ملکيت د بابا صاحب پارکینګ د شرط پاڼي مطابق د یوه کال لپاره د آزادي داوطلبۍ له لاري په اجاره ورکړي.

هغه اشخاص چي د ذکر سوي پارکینګ . . .

شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۳ - ۹:۳۶
Background image

د کندهار ښاروالۍ د مزائدې داوطلبۍ اعلان!

د کندهار ښاروالۍ ملکيت د (۱۰) ناحیې مربوط دکابل هډې تهجائي محصولاتو قرارداد محترم دین محمد د ګل محمد زوی د شرطپاڼي مطابق د یوه کال لپاره په مبلغ (۱۰۱۰۰۰۰۰) لس میلیونه سل زره افغانۍ . . .

Back to tenders