د کندهار ښاروالۍ د داوطلبۍ اعلان!

mohammadi_admin
د داوطلبۍ اعلان

کندهار ښاروالۍ غواړي د ۱۴۰۱کال لپاره د ترانسپورت مدیریت د ضرورت وړ دوه عدده نوواریده چاپاني لوډران چي دګمرک اسناد ولري او په افغانستان کښي نوي چلیدلي خریداري کړي،هغه شرکتونه چي د پورته دوې عرادې لوډرانو د خریدارۍ قرارداد د سرته رسولو وړتیا ولري کولائ سي چي خپل غوښتنلیکونه د ۱۴۰۱کال د جدي دمیاشتي د ۲۵نیټې څخه بیا د دلوي د میاشتي تر ۱۶نیټې دیکشنبې تر ورځي پوري د کندهار ښاروالۍ د تهیه او تدارکاتوعمومي مدیریت ته وسپاري تضمین رسمأ تحویل اوبعدأ دافر فورمې او تخنیکي شرطپاڼه د مسؤل شخص څخه ترلاسه کړي داوطلبي دجاري کال ددلوي دمیاشتي پر ۱۸نیټه د سې شنبې په ورځ دسهار پر ۱۱بجو دتعین سوي هیئت په حضور کښي ترسره کیږي .

دلازیاتو معلوماتو لپاره زموږ سره په لاندي شمیره اړیکه ونیسئ.

۰۷۰۲۵۲۰۳۸۷

نوي اعلانونه

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۵/۱۰ - ۸:۳۹
Background image

د کندهار ښاروالۍ خبرتیا!

کندهار ښاروالۍ د دوهمي ناحيې اړوند  2 ، 4  ګذر، د دریمي ناحيې اړوند 6 ګذر، د پنځمي ناحيې اړوند 8،7 ګذر، د اوومي ناحيې اړوند 11،10،4 ګذر، نهمي ناحيې اړوند 9،7،4 ګذر، د لسمي ناحيې اړوند 4 . . .

پنجشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۲ - ۸:۵۳
Background image

خبرتيا!

کندهار ښاروالي غواړي چي د نانوایانو او کلچه پزانو وکالت د ۲۱ /۴ / ۱۴۰۲ هـ ش نیټي څخه بیا تر ۳۰ /۴ / ۱۴۰۲ هـ ش نیټي پوري اعلان ته وسپاري، تر څو پر شرایطو برابر اشخاص ثبت نام وکړي چې د . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۴/۲۰ - ۹:۳
Background image

د کندهار ښاروالۍ د جواز مدیریت خبرتیا!

داچي کندهار ښاروالۍ د ښاریانو د لاسهولت په خاطر د ښاروالۍ په مرکز کي د جواز عمومي مدیریت په فعالیت پیل کړئ دی؛ نو محترم ښاریان کولائ سي چي د ناحیو ترڅنګ د ښاروالۍ په مرکزي څانګه کي هم د . . .

Back to announcements