د کندهار ښاروالۍ د داوطلبۍ اعلان!
د ښاروالۍ ریاست ملکیت یو باب د وسایطو پارکینګ د یولسمي ناحیې مربوط د کندهار ولایت د ابتدائیه ښاري محکمې مخته ساحه کښي موقعت لري د شرطپاڼي مطابق دیوه کال لپاره د ازادي داوطلبۍ له لاري په اجاره ورکوي،ټول هغه اشخاص چي غواړي په داوطلبۍ کښي ګډون وکړي خپل غوښتنلیکونه دي د ۱۴۰۱کال د جدي د میاشتي د ۲۹نیټې څخه تر دلوي دمیاشتي تر ۲۲نیټې پوري دي د ښاروالۍ ریاست د تهیه او تدارکاتو عمومي مدیریت ته وسپاري شرطپاڼه کتلائ سي داجارې د سرجمع څخه لس فیصده تضمین نقدأ اخیستل کیږي او دداوطلبۍ مجلس د جاري کال د دلوي د میاشتي پر ۲۳نیټه د یکشنبې په ورځ د سهار پر ۱۰بجې د تعین سوي هیئت په حضور کښي د ښاروالۍ ریاست د تهیه او تدارکاتو عمومي مدیریت کښي صورت نیستئ .
د لازیاتو معلوماتو لپاره زموږ سره په لاندي شمیرو اړیکه ونیسئ.
۰۷۰۰۰۰۲۷۹۷
۰۷۰۰۳۵۴۲۵۶