په نهمه ناحیه کښي هغه دکانونه وتړل سول کوم چي پیاده رونه یې لاندي کړي وه.

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۶/۲۳ - ۱۱:۴۵
په نهمه ناحیه کښي هغه دکانونه وتړل سول کوم چي پیاده رونه یې لاندي کړي وه.

د کندهار ښاروالۍ د نهمي ناحیې امریت له لوري هغه دکانونه وتړل سول کوم چي دکندهار ښاروالۍ دخبرتیا سره سره یې بیاهم د خپلو دکانونو مخته پیاده رونه غصب او لاندي کړي وه او ښاریانو ته یې یوعالم ستونزي پیښي کړي وې،دنهمي ناحیې امر حمیم صاحب وایي د دوی په وار وار د سیمي له دکاندارانو سره مجلسونه کړي او خبرتیاوي یې ورکړي چي عامي لاري او پياده رونه دي نه غصب کوي،دا ځکه پیادرونه د خلګو دتګ راتګ لاره ده مګر ددوی د خبرتیا سره سره بیاهم یو شمیر دکاندارانو پرخپل سر پياده رونه او عامي لاري بندي کړي وې چي دوی وکولای سوای دکانونه ور وتړي د دې ترڅنګ کندهار ښاروال حسن حاجی صاحب بیاهم پر خپلو معززه ښاریانو ږغ کوي چی د ښاري نظم راوستلو په عرصه کښي ورسره همکاري وکړي او عامي لاري او پياده رونه ونه نیسي چي بیا دښاروالۍ له لوري ورسره قانوني چلند کیږي .

په نهمه ناحیه کښي هغه دکانونه وتړل سول کوم چي پیاده رونه یې لاندي کړي وه. په نهمه ناحیه کښي هغه دکانونه وتړل سول کوم چي پیاده رونه یې لاندي کړي وه.
په نهمه ناحیه کښي هغه دکانونه وتړل سول کوم چي پیاده رونه یې لاندي کړي وه. په نهمه ناحیه کښي هغه دکانونه وتړل سول کوم چي پیاده رونه یې لاندي کړي وه.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۱۰:۳
Background image

کندهار ښاروالۍ د اتمي ناحیې اړوند په دوهم ګذر کي د ۶ کوڅو د جوړولو چاري راپیل کړي دي.

کندهار ښاروالي د خپلو پراخو پرمختیايي فعالېتونو په لړۍ کي داځل د ښار په ۸ ناحيه، ۲ ګذر کي د یوې چرۍ په شمول د ۶ کوڅو د جوړولو چاري راپيل کړي دي چي اوس مهال د ابوذر غفاري په سیمه کي د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۷ - ۱۰:۸
Background image

د کندهار ښاروالۍ له لوري د نهال شانۍ پسرلنۍ غونډه ترسره سوه!

کندهار ښاروالۍ د ښار سمسورولو په موخه د نهالانو د ايښودلو غونډه ترسره کړه، چي په کښي د مرستیال ښاروال مفتي قدرت الله الوصال په ګډون، د کندهار ښاروالۍ تخینکي او سکټوري رئیس مولوي. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۷ - ۱۰:۲
Background image

د نرخونو کنټرول په موخه د نظارت لړۍ جريان لري!

د کندهار ښاروالۍ اړوند د مارکيټونو تنظیم امريت نن د کندهار ښار د دوو لويو مارکيټونو چي يو د ۵ ناحيي په مربوطاتو کي مهمند مارکيټ او بل د ۷ ناحيي د مېوې مارکيټونو څخه د ترباري د نرخونو. . .

BACK TO NEWS