په کندهار کي د څلورو لوبډلو تر منځ سیالیو کي کندهار ښاروالۍ لوبډلي ناصري کاروان لوبډلي ته ماته ورکړه.
د لوبي پچه ( ټاس ) ناصري کاروان لوبډلي وګټی لومړی يې توپ وهنه پیل کړه چي مکمل په ( ٢٠ ) اوره کي يې ( ١٧١) منډو هدف کندهار ښاروالۍ لوبډلي ته وټاکی
د کندهار ښاروالې توپ اچونکوو ...
احمدضياء " ځلاند " ( ٢ ) ذاکیر " شاهدي " او حميدالله " یوسفزي " یوه ، یوه ویکیټه تر لاسه کړه ،
کندهار ښاروالي لوبډي ياد هدف په ( ١٩,٥ ) اور کي د ( ۷ ) لوبغاړو په سوزیدو پوره کي
کندهار ښاروالي توپ وهونکوو ....
احمدظاهر " پټان " ( ٥٠ ) عنايت الله ( ٣١ ) او احمدضياء ( ٢٦ ) منډي وکړې
د لوبي غوره لوبغاړی احمدضیاء " ځلاند " وټاکل سوو چي د خپلي لوبډلي په ګټه یې ( ۲ ) ویکیټي تر لاسه کړي او ( ۲۶ ) منډي یې وکړي
په یاد سیریز کي ښاروالې لوبډلي وطن لوبډلي ته په ( ۴ ) منډو لوبه بایللي او لومړۍ لوبه یې خپلواک لوبډلي ته بایللي وه.