کندهار ښاروالۍ د ښاري سړکانو اساسي جوړونه کوي .
کندهار ښاروالۍ د متوازني پراختیا په اساس د ښاري سړکانو د جوړوني په لړ کښي دا ځل په لسمه ناحیه عقاب ګذر کښي د ۱۴۰متره په اوږدوالي او ۸ متره په بر سره یو سړک ورغوئ همدارنګه د همدې سړک په امتدا یو غټ پلچک د ۱۶متره په اوږوالي او ۴،۵متره په بر جوړ سوی او همدا ډول د ۲۲۸۰متره په اندازه چرۍ او ۲۲۸۰ دانې سلبونه هم د همدې سړک په امتداد جوړ سوي دي .
کندهار ښاروالۍ په ټوله ښار کښي پرمختیایې اورغنیزه پراختیا چټکه کړې او د ښاریانو په همکاري په پنځلسو ناحیو کښي په معیاري او اساسي توګه سره بیارغونه مخته وړي .