د پنځمې ناحیې په ۳ ګذر کښي د حاجي عزیز په سیمه کښي د کوڅو د کانګریټ کولو چاري راپیل سوي دي!

web_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۶ - ۱۱:۳۳
پروژه سازي ښاروالي

سه شنبه ۱۶ / ۱۱ / ۱۴۰۲ ه ش کال

کندهار ښاروالۍ د خپلو پراخو انکشافي کارونو په لړ کښي دا ځل د ۵  ناحیې اړوند ۳  ګذر د حاجي عزیز په سیمه کښي د دوو کوڅو د کانګریټ کولو چاري په اساسي او معیاري توګه راپیل کړي دي.

یادي کوڅې تقريباً ۶۶۶ متره اوږدوالئ او ۸،۵ متره بردوالئ سره جوړیږي، چي دوې هفتې مخکي ئې د رغولو چاري راپيل سوي او پاته کارونه به ئې د دروو میاشتو په موده کښي بشپړ سي.

په دغه انکشافي پروژه کښي هره ورځ (۱۲۰) کسانو ته د کار کولو زمینه برابره سوې ده ، چي (۹) کسان په مسلکي توګه او (۱۱۱) کسان په غیري مسلکي توګه په کار کولو بوخت دي.

د دغه کوڅو په اساسي رغولو سره د يادي سيمي خلګو زياته خوښي و ښودل او له کندهار ښاروالۍ څخه ئې ځانګړې مننه وکړل.

په درنښت

د کندهار ښاروالۍ

د ويب سايټ مديريت

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

د پنځمې ناحیې په ۳ ګذر کښي د حاجي عزیز په سیمه کښي د کوڅو د کانګریټ کولو چاري راپیل سوي دي!