د پنځمې ناحیې په ۳ ګذر کښي د حاجي عزیز په سیمه کښي د کوڅو د کانګریټ کولو چاري راپیل سوي دي!
سه شنبه ۱۶ / ۱۱ / ۱۴۰۲ ه ش کال
کندهار ښاروالۍ د خپلو پراخو انکشافي کارونو په لړ کښي دا ځل د ۵ ناحیې اړوند ۳ ګذر د حاجي عزیز په سیمه کښي د دوو کوڅو د کانګریټ کولو چاري په اساسي او معیاري توګه راپیل کړي دي.
یادي کوڅې تقريباً ۶۶۶ متره اوږدوالئ او ۸،۵ متره بردوالئ سره جوړیږي، چي دوې هفتې مخکي ئې د رغولو چاري راپيل سوي او پاته کارونه به ئې د دروو میاشتو په موده کښي بشپړ سي.
په دغه انکشافي پروژه کښي هره ورځ (۱۲۰) کسانو ته د کار کولو زمینه برابره سوې ده ، چي (۹) کسان په مسلکي توګه او (۱۱۱) کسان په غیري مسلکي توګه په کار کولو بوخت دي.
د دغه کوڅو په اساسي رغولو سره د يادي سيمي خلګو زياته خوښي و ښودل او له کندهار ښاروالۍ څخه ئې ځانګړې مننه وکړل.
په درنښت
د کندهار ښاروالۍ
د ويب سايټ مديريت
