د کندهار ښار په شپږمه ناحيه کي د ده محسوس سړک رغنيز کارونه جريان لري

web_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۰ - ۹:۴۵
بیا رغونه

کندهار ښاروالۍ د خپلو پراخو انکشافي کارونو په لړۍ کي دا ځل د ښار په شپږمه ناحيه کي د ده محسوس سړک د اساسي رغولو چاري راپيل کړي دي.

دغه سړک چي د سټډيوم جنوب لويديځ طرف ته د غازي ميني څخه شروع بيا د بازارچې ترسړک پوري غځيدلى دي تقريبا دوه کيلومتره اوږدوالى او ٨ متره بردوالى لري.

د ياد سړک د رغولو چاري تقريبا يوه مياشت مخکي راپيل سوي دي چي تردې مهاله يې 50 فيصده کارونه مخته تللي دي او پاته کارونه به يې ډېر ژر بشپړسي.

په دغه رغنيزه پروژه کي هره ورځ ١٦ کسانو ته په مسلکي او غيري مسلکي ډول د کار کولو زمينه برابره سوې ده.

د همدې سړک په رغولو سره د سيمي اوسېدونکو او ددې لاري تلونکو کسانو زياته خوښي وښودل او دکندهار ښاروالۍ څخه ٸې ځانګړې مننه وکړل.

 

په درنښت

د کندهار ښاروالۍ د ويب سايټ مديريت

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

د کندهار ښار په شپږمه ناحيه کي د ده محسوس سړک رغنيز کارونه جريان لري