د کندهار ښار په څوارلسمه ناحيه کي د پياده روونو د خلاصون په موخه نظارت ترسره سو!

web_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۱۶ - ۸:۷
کميسون نظم ښاري

د کندهار ښاروالۍ اړوند د مارکېټونو تنظیم آمریت، د څوارلسمي ناحیې آمریت او د ښاري نظم ګډ کمېسیون په ګډه همکاري د څو ځلي خبر ورکولو وروسته په یاده ناحیه کي د هغو عامه لارو او پیاده روونو د خلاصون کمپاين ترسره کړئ کوم چي د عامو ښاريانو پر مخ ئې لاري او پياده روونه بند کړي وه.

په ورته مهال کي د مارکېټونو تنظیم آمریت له لوري ټولو رېړۍ چلوونکو او دوکاندارانو ته د ښاري نظم راوستلو په موخه لازمي او اړیني سپارښتني هم وسوې؛ ترڅو خپل کاروبار په ټاکل سوي ځايونو کي ترسره کړي او د عامو ښاریانو پر مخ عامه پیاده روونه بند نه کړي، که څوک بیا ځلي ولیدل سي له قانوني چلند سره مخ کیږي بیا حق د شکایت نه لري.

د یادولو وړ ده، چي د مارکېټونو تنظیم آمریت او د ښاري نظم ګډ کمېسیون له لوري به د ښاري بې نظمیو د ختمېدو په موخه د نظارت او څارني چاري په دوامداره توګه ترسره کیږي؛ ترڅو زموږ او ستاسي ښار د پوره نظم څخه برخمن سي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

د کندهار ښار په څوارلسمه ناحيه کي د پياده روونو د خلاصون په موخه نظارت ترسره سو!