د مشورتي شورا غړو د ښاري نظم د ټینګښت په موخه نوبتي مجلس ترسره کړی!

web_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۶ - ۹:۱۳
مجلس

کندهار ښار کي د بشپړ ښاري نظم د ټینګښت په موخه دمشورتي شورا او ښاري نظم کمېسیون غړو ترمنځ نوبتي مجلس ترسره سو.

په دې مجلس کي لومړی په ښار کي پر هغو ستونزو بحث وسو، چي د ښاري بې نظمیو سبب ګرځېدلي وه او د ښاري نظم لپاره ئې زیان اړولی و.

د مشورتي شورا غړو ټینګار وکړ چي د مارکېټونو تنظیم آمریت او د ښاري نظم کمېسیون له لوري د ښاري نظم د ټینګښت لپاره ترسره کېدونکی نظارت او څارنه باید په اساسي توګه ترسره سي.

هغوی وړاندیز وکړ چي د ښاري نظم د اخلال رامنځته کوونکو لاملونو لپاره دي د حل بدیلي لاري پیدا سي، تر څو زموږ ښار د پوره نظم څخه برخمن سي.

په ورستیو شېبو کي د مشورتي شورا غړو د بشپړ ښاري نظم د لا پراخولو او د ښاري نظم د فرهنګ رواجولو په موخه دعامه پوهاوي ترڅنګ خپل وړاندیزونه د ښاري نظم کمېسیون له غړو سره شریک کړل او د ښاري نظم کمېسیون له خوا ورته د اطمینان ډاډ ورکړل سو.

د یادوني وړ ده چي مشورتي شورا د کندهار ښاروالۍ تر چتر لاندي فعالیت ترسره کوي، چي د پوهنتون استادان، اصناف، دیني علماء، ګذر وکیلان، متنفیذین او ځوانانو استازي په کښي شتون لري.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

د مشورتي شورا غړو د ښاري نظم د ټینګښت په موخه نوبتي مجلس ترسره کړی!