کندهار ښاروالي د ښار په لویو مدارسو او مکاتبو کي د تمثیلي ښاروالیو دکمېټو جوړولو تطبیقي چاري جریان لري.

web_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۰ - ۱۰:۲۳
تمثيلي ښاروالۍ

کندهار ښاروالۍ د معارف ریاست سره د هوکړه لیک له مخي، دټولنیزو او فرهنګي چارو آمریت له لوري داځل په اوومه او دولسمه ناحیه کي د تمثیلي ښاروالیو د جوړولو کمېټې د افتتاح مراسم له دوو مدارسو، نورالمدارس او دارالعلوم حقانیه څخه پیل کړل، په دې مراسيمو کي د یادو مدارسو زده کوونکو ته لاندي وسایل ووېشل سول:

• یوه دانه لاسي ګاډۍ

• څلور بېلچې

• دوې دانې کثافت دانۍ

• لس دانې جاروګان

• یو دانه کولنګ

یاد وسایل د دې لپاره توزیع سول چي د یادو مدارسو زده کوونکي ئې د ښار پاک ساتلو په اړه د عامه پوهاوي د خپرولو لپاره وکاروي او خپلو هیوادوالو ته د ښار پاکوالی اهمیت ورسوي.

د تمثیلي ښاروالیو دکمېټو د جوړولو اساسي موخه داده، چي ښاروالۍ وکولای سي، د مکاتبو او مدارسوله لاري د زده کوونکو او ښوونکو په مرسته د ښاروالۍ او ښاریانو ترمنځ د باور او اعتماد فضاء رامنځته کړي. همدارنګه ددې برنامې له لاري د ښاري کلتور د خپرولو، پراختیا او عامه پوهاوي په برخه کي زده کوونکو او ښوونکو ته اړین معلومات وړاندي سي.

د یادوني وړ ده، چي تر دې وړاندي هم د ښار په یو شمېر لویو مکاتبو او مدارسو کي د ښاروالۍ کمېټې جوړي سوي وې اود عامه پوهاوي په برخه کي ئې مهمه ونډه درلوده. دغه برنامه به په راتلونکي کي هم دوام وکړي، ترڅو د ښاري کلتور په پراختیا کي لا زیاتي لاسته راوړني ترلاسه سي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

کندهار ښاروالي د ښار په لویو مدارسو او مکاتبو کي د تمثیلي ښاروالیو دکمېټو جوړولو تطبیقي چاري جریان لري.