د کندهار ښار په پنځمه ناحيه، احمد شاهي مېنه کي دسړک رغولو کار جريان لري

web_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۸ - ۱۱:۸
بيارغونه

کندهار ښاروالۍ دخپلو انکشافي کارونو په لړ کي د پنځمي ناحیې اړوند په احمدشاهي مېنه کي د یو کیلو متر سړک د رغولو چاري په اساسي او معیاري ډول پیل کړي دي.

ياد جوړېدونکی سړک د يوکيلومتر په اوږدوالي، د چريو په شمول د لس متره په بردوالي سره په اساسي ډول رغول کيږي.

په دې پروژه کي اوس مهال (۴۰) کسانو ته د کارکولو زمینه برابره سوې ده چي (۱۰) کسان په مسلکي او ۳۰ کسان په غیري مسلکي ډول په کار کولو بوخت دي.

ددې پروژې عملي چاري يوه مياشت مخکي پيل سوي او ټاکل سوې ده چي پاته کارونه به ئې د دوو مياشتو په موده بشپړ سي.

د دغه سړک په جوړولو سره د سیمي خلګو زیاته خوښي وښودل او د کندهار ښاروالۍ څخه ئې ځانګړی مننه وکړل

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

د کندهار ښار په پنځمه ناحيه، احمد شاهي مېنه کي دسړک رغولو کار جريان لري