د کندهار ښار په دريمه ناحيه، څلرم ګذر کي د ده خواجې مانده د سنګ کاري کولو کار جريان لري

web_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۱ - ۱۰:۱۴
بيا رغونه

کندهار ښاروالۍ د خپلو انکشافي کارونو په لړ کي دښار په دريمه ناحيه، څلرم ګذر کي د ده خواجې مانده د سنګ کاري کولو چاري پيل کړي دي.

دا مانده چي د ۵۰۷ متره په اوږدوالي، ۶ متره بردوالي او ۳ متره په جګوالي سره په اساسي ډول رغول کيږي، دوې مياشتي مخکي يې د رغولو چاري پيل سوي دي، تردې مهاله يې ۷۵ سلنه کارونه بشپړسوي دي او پاته کارونه به يې ديوه نيمي مياشتي په موده کي بشپړسي.

په دغه ستره رغنيزه پروژه کي هره ورځ ۱۰۰ کسانو ته دکار کولو زمينه برابره سوې ده، ۲۰ کسان په مسلکي ډول او ۸۰ کسان په غيري مسلکي ډول په کار کولو بوخت دي.

ددې مانده په سنګ کاري کولو سره دسيمي خلګو زياته خوښي وښودل او دکندهار ښاروالۍ ددې مهم ګام څخه ئې ځانګړې مننه وکړل.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

د کندهار ښار په دريمه ناحيه، څلرم ګذر کي د ده خواجې مانده د سنګ کاري کولو کار جريان لري